کابل باختردوري دمياشتې ٢٥نيټه :
په لسګونو تنو ملاامامانو د بدخشان ولايت د مرکز او ولسواليو په جوماتونو کې د رسمي امامت په خاطر رقابتي آزموينه ورکړه.
د بدخشان د اداري او ملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون مسوول شريف خان مبارز د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛ دغه آزموينه د ياد ولايت په مرکز کې د حج او اوقافو رياست په همکارۍ د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو د خپلواک کميسيون له خوا واخېستل شوه چې پکې څه دپاسه درې سوه ديني عالمانو ګډون کړى وو.
سرچينه زياتوي ،ټاکل شوې ده ١٥٣ تنه يې په رسمي ډول د دغه ولايت دمرکز او ولسواليو په جوماتونو کې د بدخشان ولايت دحج او اوقافو رياست په تشکيل کې د امامت په بستونو کې په دندو وګومارل شي.پاى ع ذ
3 1 دقیقه لوستل