په لسګونو تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول
کابل / باختر/ د کب دمياشتې ۱ نېټه
په لسګونو تنه وسله وال طالبان دهوايي حواکونو په بريدونو کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو دتېرو ٢٤ ساعتوپه بهيرکې تيرينکوټ ښارته څېرمه او د دهراوود ولسوالۍ په ځينو سيموکې بريدونه وشول.
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې ٣٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او تيرينکوټ ښار ته څېرمه او دهراوود ولسوالۍ کې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د وسله والو طالبانو شپږ مرکزونه دړې وړې شول.
ويل کېږي چې دغه وسله وال طالبان د يو لړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې پرې بريدونه وشول.
پاى ذکرالله