کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٨
يو څلويښت تنه وسله وال طالبان دهغو امنيتي عملياتو په بهير کې ووژل شول چې له يوې اوونۍ راپه دې خوا په فارياب کې دوام لري دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو امر کريم يورش دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو عملياتو د طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون ديو څلويښتو تنو وسله والو طالبانو په وژل کيدو سربيره څلويښت تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
يورش زياته کړه: وسله والو طالبانو دفارياب ولايت په څو ولسواليو کې په امنيتي پوستو خپل يرغليز بريدونه پيل کړي و چې دسردزيان په زغملو سره له ساحې څخه وتښتيدل.
يوه اړونده خبرځاى وويل: په وژل شويو کسانو کې په غورماچ او کوهستاناتو په ولسواليو کې دوسله والو طالبانو سرګروپان قارى توفان او مولوى تورخان هم شامل دي .
ويل کيږي ددغه ولايت په زياترو سيمو کې پوځي عمليات دوام لري.
1 1 دقیقه لوستل