امنیت

په لسګونو تنه له محاصرې څخه وژغورل شول اوپه لسګونوکلي دطالبانوله شتون څخه پاک شول

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
د فارياب ولايت دالمار او قيصار په ولسواليو کې دامنيتي ځواکونو  په عملياتو کې ٣٣ کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي  او څه ناڅه ٧٠  تنه  وګړني پاڅون کوونکي  له لس ورځنۍ کلابندۍ  وروسته وژغورل شول.
دفارياب والي سيد انور سادات دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې دغه عمليات دوه ورځې مخکې دوسله والو طالبانو دځپلو او د وګړني پاڅون کوونکو دکلابندۍ  دماتولو په مقصد پيل  شوي و.
سادات زياته کړه :  په دغو عملياتو کې  ٢٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او ٤٠ تنه نور ټپيان شول.
ده زياته کړه: دطالبانو سل موټر سايکلونه او په لسګونو ډول ډول وسله هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.
دغه راز ددغو عملياتو په بهيرکې دوګړني پاڅو شپږ تنه ځواکونه شهيدان او لس تنه نور ټپيان شوي دي.
ويل کيږي  د وګړني پاڅون  ٧٠ تنه ځواکونه چې له لسو ورځو را په دې خوا د آلمار ولسوالۍ دقرابي د سيمې په قلعه بيګ  کې دطالبانو تر کلابندۍ لاندې و ، وژغورل شول او دالمار او قيصارپه ولسواليو کې  ٣٣ کلي دوسله والو طالبانو له شتون  څخه پاک شوي دي.
سادات زياته کړه چې امنيتي ځواکونه او وګړني پاڅون کوونکي دقيصار ولسوالۍ دبازار شاخ دسيمې په لور خپل پرمختګ ته دوام ورکوي او په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو  او ملکي وګړو ته زيان نه دې اوښتى.
دا په داسې حال کې ده چې دالمار دقرابي سيمې لاره  چې له اتو مياشتو راپه دې خوا تړلې وه ، ډير ژربه دترافيکو پرمخ  بيا پرانستل شي .
دوګړني پاڅون يو قوماندان وايي  چې دامين بيګ په مشرۍ  دوګړني پاڅون په لسګونو تنه ځواکونه  چې  له لسو ورځو راپه  دې خوا  په قلعه بيګ  کې په کلابندۍ کې و او اوبه او ډوډۍ  يې بنده  وه  ، پرون سهار دفارياب ولايت ته داستول شويو امنيتي ځواکونو په مرسته  وژغورل شول.
دفارياب پوليس وايي چې په وژل شويو کسانو کې دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان   ظاهر پهلوان او يوشميرپاکستاني او ازبکستاني اتباع هم شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته