کابل/دليندې ٥مه / باختر :
دبلخ ولايت پوليسو دمزارشريف ښار له مربوطاتو څخه ٤٤ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي کشف اوضبط کړل.
دبلخ دامنيې قوماندانۍ وياندعادل شاه عادل باختراژانس ته وويل چې ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ دمزارشريف ښار په شپږمې حوزې پورې اړوند دجهاد په څلور لارې کې له يو فلانکوچ موټر څخه ٤٤ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي کشف اوضبط کړل .
هغه زياته کړه: پوليسو ددغو توکو دلېږدونې په اړوند موټر چلوونکي نيولى دى . ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ