په لسو ولایتونو کې د نشه يي توکو درې کارخونې کشف او د قاچاق او پلور په تور یې ۲۸ تنه نیول شوي دي

کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر

کورنیو چارو وزارت وايي چې د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په لسو ولایتونو کې د نشه يي توکو د تولید درې کارخونې له منځه وړې او هم یې د قاچاق، پېر او پلور په تور ۲۸ تنه نیولي دي.

دغه وزارت ویلي چې له دې ډلې، یو تن په ننګرهار کې د ۳۰ کیلو ګرامه ښيښې، ۸ تنه په کابل کې، ۶ تنه په بلخ کې، ۵ تنه په خوست کې، ۵ تنه په کندز کې او ۳ تنه نور د نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تړاو په فاریاب ولایت کې نیولي او هم ۶۵ زره تابلېټ کا ګولۍ په کندهار کې کشف او ضبط شوې دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې همدارنګه د نشه يي توکو یوه کارخونه د ۱۴۰۰ کيلو ګرامه اومانو سره په هرات کې، يوه کارخونه په روزګان کې او یوه کارخونه د ټولو وسایلو سره په هلمند کې کشف او سوځول شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته