بيروت نيوز نور باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٦ :
دلبنان د ختيځ په صبويا سيمه کې دحزب الله دځواکونو قرارګاه او امنيتي پوستې ته څيرمه په يو موټر کې دايښودل شويو بمونو د چاودني له امله څو تنو
ته مرګ ژوبله واوښته .
دخبري منابعو دخبرله مخې : دحزب الله ځواکونو تکفيري تندلارو ته اجازه ورنه کړه چې خپل ماموريت ترسره کړي .
ددغه خبرله مخې : د حزب الله ځواکونو چې دموټر چلوونکي دمشکوکو تحرکاتو شاهد و په ده ډزې وکړې او ښايي چې دا کار د موټر د چاودنې سبب شوي دي .
مخکې له دې هم دوه مشکوک موټرونه په دې سيمه کشف او درول شوي وو
عيني شاهدانو وويل چې له دغې چاودنې وروسته په سيمه کې ډزې هم وشوې .
تراوسه پورې ددغې پيښې له امله داحتمالي مرګ ژوبلي ددقيق شمير په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .
دا په داسې حال کې ده چې دلبنان ملي خبري آژانس په دې تروريستي اقدام کې د يو زيات شمير لبنانيانو دمرګ ژوبلې داحتمال خبر ورکړى دى .
د روان کال دليندۍ دمياشتې په ديارلسمه نيټه هم دبيروت ښار په جنوب کې دحزب الله په يو کلک مقر بريد شوى و چې له امله يې د دغې ډلې يوجګپوړى قوماندان حسن القيس ووژل شو .
ديادونې وړ ده چې تيره مياشت هم ځانمرګو يرغلګرو ځان په لبنان کې د ايران دسفارت ودانۍ ته څيرمه وچاوه چې له امله يې درې ويشت تنه ووژل شول .
ددغه بريد مسووليت دالقاعده ډلې منلى و او ويلي يي و چې دغه بريد يي دسوريي له جمهور رييس بشارالاسد سره دحزب الله د ډلې دملاتړ په ځواب کې
کړى دى .
2 1 دقیقه لوستل