په قند هار کې دتروريستي بريدونو ديو سازمان ورکوونکى نيول
کابل باختردتلي دمياشتې ٣ :
هغه سړى چې ويل کيږي دقندهار په ښارکې يې دځينو تروريستي بريدونو دسازمان ورکولو مسووليت په غاړه درلود؛ ونيول شو.
محمدقسيم دقندهار په ښارکې دافغان پوځيانو په عملياتو کې ونيول شو.
باختراژانس ته دناټو دخبرپاڼې له مخې خبر راکړ چې دغه سړى په قندهار ښارکې دياغيانو دځينو بريدونو رهبري په غاړه درلوده.
پر محمدقسيم په واټونوکې دماينونو دښخولو،په امنيتي پوستو اودپلټنې په پوستو دبريدونو تورلګول شوى دى .
ناټو وايي چې دغه سړى دقندهار ولايت په مرکز کې په تروريستي بريدونو سربيره، دجنګي وسايلو او جګړه مار طالبانو ته دمالي امکاناتو برابرول په غاړه درلودل.
ددغو عملياتو په بهير کې يوه اندازه جنګي وسايل اوپه لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکي هم دگډو ځواکونو لاسته ورغلى دى .