امنیت

په قندهار کې ۳۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

قندهار باختر د وږي د مياشتې ۲۰ مه
د قندهار ولایت په شاولي کوټ، میوند او نېش ولسوالیو کې له پوليسو سره په مخامخو نښتو کې ۱۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
دقندهارولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني  باختر اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو په ميوند ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل، چې د پوليسو په متقابل بريد کې ۷تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۹ تنه نور ټپيان شول.
هغه وويل، چې دغه راز وسله والو طالبانو په شاوليکوټ او نېش ولسواليو کې هم پر امنيتي پوستو بريدونه کړي، چې له امله يې ۸ تنه وسله وال طالبان په نېش او ۳ تنه په شاوليکوټ ولسوالۍ کې وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.
د دراني په وينا په دغو نښتو کې ځايي خلکو او امنيتي ځواکونو ته هيڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
د یادونې وړ ده چې ګډو امنيتي ځواکونو په دغو سيمو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه پلټونکي عمليات هم پيل کړي دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته