په قندهار کې څه د پاسه ۵ زره کسان په کرونا اخته شوي

کابل/ د غبرګولي ۱۹ مه/ باختر
د قندهار د عامې روغتیا مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې ۱۰۹ نوې پېښې ثبت شوې دي.
د قندهار د عامې روغتیا چارواکو د معلوماتو له مخې؛ په نویو ثبت شویو پېښو کې، ۴۸ ښځې او ۶۱ نارینه شامل دي چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې په کرونا اخته شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۱۰۹ نویو پېښو په ثبتېدو سره په قندهار کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۵۴۰۴ ته ورسېد.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته