ټولنه

په قندهار کې څه دپاسه ٤٠٠ کورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل / د وږي ۲۴ مه / باختر
په قندهار کې پر څه دپاسه ٤٠٠ اړو کورنيو بشردوستانه مرستې ووېشلې شوې.
يادې کورنۍ د جګړو، سېلاوونو او د کرونا ويروس د خپرېدو له امله زيانمنې شوې او مالي مرستې ته اړتيا لري.
د قندهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې دوره کې  پر څه دپاسه٤٠٠ کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې، دال او چاى شته.
په همدې حال کې اړوندو مسوولينو له اړو کورنيو سره د مرستو د دوام خبر ورکړ.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته