کابل باختر دثور شپږ ويشتمه :
يو ويشت تنه دقندهار ولايت دامنيتي مامورينو له خوا په پاسپورت کې دتزوير په تور ونيول شول .
دغه کسان چې ديو بانډ غړي بلل کيږي په پاسپورتونوکې په تقلب او جعلکاري سره پيسې ترلاسه کولې .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر جنرال رحمت الله اطرافي دباختراژانس له خبريال سره په خبرو کې ديو ويشتو تنو نيول کيدل تاييد کړل .
ښاغلي اطرافي دنيول شويو کسانو هويت په ډاګه نه کړ او هم يې دهغوى دتزوير په باب په څرګند ډول خبرې ونه کړې .
له بلې خوا دقندهار ولايت يو سيمه ئيز مسوول وايي چې نيول شويو کسانو په پاسپورتونوکې په تقلب سره زياتې پيسې ترلاسه کولې .
داپه داسې حال کې ده چې دځينو ولايتونو اوسيدونکي دپاسپورت دويش دبهير په کمزورتيا باندې انتقاد کوي او هم کله کله په ځينو هيوادونوکې په افغاني پاسپورتونو کې تقلب دستونزو سبب شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل