په قندهار کې په وژنې تورن عسکر دخپلې محاکمې دځنډولو غوښتنه وکړه.

واشنګټن– باختر دسلواغې لومړى :
په قندهار ولايت کې دشپاړلسو تنو افغانانو په وژنې تورن امريکايي پوځي دامريکا ديوې پوځي محکمې له قاضي څخه غوښتنه کړې ده که چيرې وکولاى شي خپله دفاعيه وځنډوي او ښايي په محکمه دمرک په سزا محکوم شي.
څارنوالانو په رابرت بيلز تورلګول دى چې دتير ميلادي کال دمارچ په مياشت کې دشپې له خوا په قندهار کې له خپلې اډې څخه وتلى او شپاړلس تنه ملکي افغانان يې وژلي دي.
دغه واړه ضابطه غوښتنه کړې ده چې دوژنې دشپاړلسو فقرو په ګډون ديو لړ تورونو په وړاندې دفاعيه يې وځنډول شي.
بيلز دغه غوښتنه خپل يو مدافع وکيل په واسطه کړې ده او قاضي ته يې ويلې دي په دې پوهيږي چې ښايي ددغو تورونو له امله دمرک په سزا محکوم شي دغه نه ديرش کلن عسکر چې په افغانستان او عراق کې يې په څلورو جنګي دوروکې دنده ترسره کړې ده دوژلو دشپاړلسو فقرو دوژنې دهلوځلو دشپږو مواردو او دبريدونو او دنشه يي توکو استفادې په دوو موردو تورلګول شوى دى.
شاهدانو له محاکمې مخکې په اسمتاعيه غونډه کې ويلې وه چې بيلز له دغې قضيې مخکې دبم دچاودنې له امله دخپل يو همکار دپښې دغوڅولو شاهدو او ددغې قضيې له امله زيات ناراحته و . بيلز په هغه وخت کې په قندهار کې ځاى پرځاى و.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته