په قندهار کې په نويو نښتو کې ١٤ ډاراچوونکي ووژل شول
کابل/ دغبرګولي ٣/ باختر
په قندهار کې په نويو نښتو کې د وسله والو طالبانو ډلې ١٤غړي ووژل شول او ٨ نور ټپيان شول.
دغه نښتې نن له غرمې وروسته د پنجوايي، ژيړۍ او ارغنداب ولسواليو کې رامنځته شوې.
د رارسېدلوخبرونو له مخې؛ په پيل کې وسله والو طالبانو د پوځيانو پر پوستو بريدونه وکړل چې وروسته هوايي ځواکونه لاس په کار شول او پر يرغلګرو يې بريدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې يو پوځي مقام باخترآژانس ته وويل؛ په دغو نښتو کې د پاکستان د پنجاب د ٢ اوسيدونکو په ګډون ١٤ طالبان ووژل شول او ٨ نور ټپيان شول.
هغه وويل په تېرو ٤٨ ساعتو کې په قندهار کې د لسګونو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون څه د پاسه ١٠٠ وسله وال طالبان ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول.
وسله والو طالبانو په تېرو ٤٨ ساعتو کې دې ډلې ته د سر د زيان د اوښتو خبر رد کړ او ويې ويل په دغو نښتو کې پوځيانو ته د سر زيان اوښتى دى.
پاى \ ذ