امنیت

په قندهار کې پر پوځي قرارګاه د طالبانو بريد

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۹ مه
په قندهارکې پر يوې پوځې قرارګاه د طالبانو په بريد کې د پوليسو دوه مامورین شهيدان شول او يو بل یې ټپي شو.
د رپوټونو له مخې: وسله والو طالبانو نن سهار د پنجوايي ولسوالۍ پر يوې پوځي قرارګاه بريد وکړ او نښتې دوه ساعته دوام وکړ.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي دي چې په بريد کې د پوليسو دوه مامورين شهيدان شوي او يو بل  یې ټپي شوی دی.
خبرپاڼه زياتوي: په جګړه کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او د دې ډلې د يوه سيمه ييز قوماندان ملاشريف په ګډون پنځه نور غړي ټپيان شوي دي.
د کومکي ځواکونو په رسېدو سره وسله وال يرغلګر له سيمې څخه وتښتيدل او امنيتي وضعیت عادي بڼه غوره کړې ده.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته