په قندهار کې پر مالدارانو د څارويو د وښو د ويش بهير دوام لري

کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۶ مه
د قندهار ولايت پر مالدارانو د څارويو د وښو د ويش بهير دوام لري .
په يوه نوي اقدام کې نن په قندهار ولايت کې پر سلګونو تنو مالدارانو د څارويو واښه وويشل شول.
دغه واښه د مرستندويو بنسټونو له خوا برابر او د قندهار ولايت دکرنې رياست له لارې د ژيړي او خاکريز د ولسواليو د سلګونو تنو مالدارانو په واک کې ورکړل شول .
د قندهار ولايت د رسنيو دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره ليکلي دي چې تر اوسه پورې په دغه ولايت کې پر دوه زره مالدارانو واښه ويشل شوي دي .
خبرپاڼه زياتوي چې د قندهار ولايت پر مالدارانو د څارويو د وښو د ويشلو بهير  دوام لري .
ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته