ټولنه

په قندهار کې يوپل دګټې اخستنې په درشل کې دى .

کابل باختر د لړم  څوارلسمه :
هغه پل چې په قندهار کې  دزرګونوکورنيو تګ راتګ اسانوي دګټې اخستنې په درشل کې دى .
دموټرو دتګ راتګ دغه ستر پل دارغنداب او شاه ولي کوټ دولسواليو ترمنځ په کليوالي ساحه کې دجوړيدو په حال کې  دى .
دقندهار ولايت سرپرست عبدالحنان منيب ددغه پله د جوړولو دکار دبهير دکتنې په وخت کې وويل چې ددغه پله د جوړيدو دکار په بشپړيدو سره به دارغنداب او شاه ولي کوټ په ولسواليو کې دزرګونو کورنيو تګ راتګ اسانه شي .
داپه داسې حال کې ده چې دشاه ولي کوټ او ارغنداب د ولسواليو کليوالي اوسيدونکي بازار او عمومي واټ ته درسيدواو دتګ راتګ لپاره اوږده لاره ووهي .
ددغه پله دجوړولو کار  اتيا سلنه پرمخ تللى دى او تاکل شوې ده چې په څو راتلونکو  مياشتو کې ګټې اخستنې ته وسپارل شي
دقندهار ولايت سرپرست وايي چې ددغه پله په جوړولو کې نهه ويشت مليونه افغانۍ لګېږي چې دنړيوال بانک له خوا ورکړى  شوي دي .
دارغنداب او شاه ولي کوټ دولسواليو کليوالي اوسيدونکي ددغه پله جوړيدو هرکلي کوي او وايي چې دهغه په جوړيدو سره به ددوى په تګ راتګ  کې اسانتياوې برابرې شي او ددوى کرنيز محصولات به په اساني سره بازارونو ته وليږدول شي .     ختم_ عطاالله _ اکرم                               

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته