کابل باختر د کب نهمه :
اووه تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د نويو جګړو په بهير کې ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
دغه جګړې دوروستيو څلورويشتوساعتو په بهير کې دژيړي ، سپين بولدک او دپنجوايي په ولسواليو او دقندهار ښار ته څيرمه رامنځته شوې دي .
دقندهار ولايت يوه امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې په دې جګړو کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل :جګړې دوسله والو طالبانو دسپرلۍ په کاروان دپوځيانو له بريد وروسته رامنځته شوي دي .
ويل کيږي په دې جګړو کې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ