امنیت

په قندهار کې طالبانو ته د سر زيان اوښتى دى .

-کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر :
١٦ وسله وال طالبان په قندهار کې  د نويو جګړو په بهير کې  ووژل شول اويوشمېر نور يې ټپيان شول .
دغه جګړې  د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهير کې د معروف  او ارغنداب  په ولسواليو کې  رامنځته شوي دي .
د هېواد  په جنوب کې د ميوند قول اردو د لومړى لوا  د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي : چې په دې جګړو کې ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول  او څو نور يې ټپيان شول .
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ دغه جګړې  په څو پوځي پوستو  د وسله والو طالبانو له برېدونو وروسته رامنځته شوي دي.
د طالبانو له برېدونو وروسته د هېواد هوايي ځواکونه د پوځيانو مرستې ته  ورودانګل  او په يرغلګرويې  برېدونه وکړل .
  وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوليسو  د قندهار  له ګڼ مېشتو لارو څخه  د شلو ماينونو په کشفولو سره  د يولړ چاودنو مخه ونيوله .
وسله وال طالبان د دغو ماينونو د ښخولو عاملين بلل شوي دي.
  ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته