کابل باختر د وري اته ويشتمه :
د شپږو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون شپاړلس تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د پوځيانو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه او نن سهار په خاکريز ولسوالۍ کې د دوى په سنګرونو کې بريدونه وشول .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل: په دې بريدونوکې د وسله والو طالبانو څوسنګرونه هم ويجاړ شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم