امنیت

په قندهار کې شپږ تنه پوليس له طالبانو سره يوځاى شول .

کابل باختر د وږي  دوه ويشتمه :
دقندهار ولايت  دخاکريز ولسوالۍ ديوې امنيتي پوستې شپږ تنه پوليسان له طالبانو سره  يوځاى شول . 
يوې امنيتي سرچينې چې غوښتل يې نوم يې افشا نه شي .
دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پوليسان پرون  دخاکريز  ولسوالۍ د اروغ په سيمه کې له طالبانو سره يوځاى شول
خبرځاى زياته کړه  چې دغه پوليسان  له خپلو وسلو سره له طالبانو سره يوځاى شول او پوسته يې پريښوده
دقندهار  دوالي وياند صميم خپلواک هم دغه پيښه تاييد کړه او ويې ويل لاتراوسه هم دانه ده معلومه چې دغه شپږ  تنه پوليسان ولي له طالبانو سره يوځاى شول.
  ده وويل چې دپوليسو يو هيئت سيمې ته تللى دى چې دغه پيښه له نږدې وڅيړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته