په قندهار کې سلګونوکورنيو لمريزې برېښنا ته لاسرسۍ پيدا کړ
کابل /د غبرګولې ٥مه /باختر
د لمريزې برېښنا د يوې شبکې په جوړولوسره په قندهار کې سلګونوکورنيود لومړى ځل لپاره برېښنا ته لاسرسۍ پيداکړل.
دغه شبکه په تخته پل ولسوالۍ کۍ د کليود بيا رغاونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام په چوکاټ کې د يو مېليونو اته سوه زرو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.
د قندهار د کليو د بيا رغاونې او پراختيا رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل چې دغه شبکه د څه د پاسه درې نيموکيلوواټو برېښنا په توليدولو سره ٥٠٠ کورنيوته برېښنا ورکوي.
د تخته پل خلکو د دغې شبکې د جوړولو په خاطر خوشحاله دي .
ختم-ج –ا