قندهار باختر د وږي د میاشتې ۲۷ مه
د قندهار ولایتي چارواکي وايي دغه پيسې ځکه د ښوونځيو لپاره ځانګړي شوي څو په ښوونځيو کې د اړينو اړتياو په موخه ولګول شي.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په همدې موخه د قندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب د دغه ولایت دامان ولسوالۍ ته سفر کړی وو څو د پيسو ترڅنګ پر زده کوونکو د قرطاسيې د ويشلو پروګرام پیل کړي.
ځايي اوسېدونکي وايي په ليري پرتو سيمو کې د ښوونکو او د ښوونځيو د ودانيو نشتون، پر وخت ښوونکو ته معاشات نه ورکول او د منطقوي معاش نشتوالی هغه ستونزي دي،چې دامان ولسوالۍ کې يې د پوهني بهير ټکنی کړی دی.
مرستیال والي وویل،دامان ولسوالۍ ته يي دسفر موخه دښوونیز بهیر څخه ځان خبرول او د دوپروګرامونو پرانستنه ده.
هغه زیاته کړه،چي د ښوونکو لپاره دمنطقوي معاشاتو په برخه کې يې تېر کال هم د اړوند وزارت سره دغه موضوع شریکه کړې،خو کوم اقدام نه دی شوی.
منیب زیاته کړه،چې د دامان ولسوالۍ څخه يې د قرطاسیې د ویش لړۍ پیل کړې،چې ټولټال دښار او ولسوالیو ۱۵۴ زره زده کوونکو ته به قرطاسیه ورکړل شي.
هغه وویل، ولایتي اداره هڅه کوي،چې دپوهني په برخه کي ستونزي دخلکو په همکاري حل کړي او اړوند ریاست شته امکانات تر زده کوونکو پوري ورسوي.
هغه له خلکو وغوښتل،چي دپوهني ریاست د مسؤلینو سره دپوهنيز بهیر د لا ښوالي په موخه همکاري وکړي.
د پوهني رېیس انجنېر عبدالقادرپیوستون بیا وویل،چې په قندهار کې يژ د ۶۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د( SIP) یا د دښوونځیو د ښوالي پلان پروګرام له دامان ولسوالۍ څخه پیل کړ.
د پیوستون په خبره،هر ښوونځۍ ته به د ۱۲ سوه امریکايي ډالرو معادل افغانۍ ورکړل شي،څو د ښوونځيو مسوولین يي په اړینو برخو کې مصرف کړي.
د ده په خبره،د ۱۵۴ زره زده کوونکو لپاره دقرطاسیې او د SIP پروګرام مالي لګښت یونسف موسسې ورکړی.
دپوهني رئیس دخلکو د غوښتني پر اساس وویل،چي دحق الزحمه ښوونکو معاشونه ټول پر خپل وخت اجرا شوي دي،او دکومي ولسوالۍ او یا ښوونځي دښوونکو معاشونه که نه وي ورکړل شوي،د مدیرانو د نه پاملرنې له امله پاتې دي.
پای/وصال
1 1 دقیقه لوستل