امنیت

په قندهار کې د ځانمرګي بريد له امله ١١ تنه ماشومان ووژل شول

 کابل باختر دغويي دمياشتې ١٠ نيټه :
يوولس تنه ماشومان په قندهارولايت کې  ديوه ځانمرګي بريد له امله ووژل شول او د پنځو تنو بهرنيو عسکرو په ګډون شپاړلس تنه نورټپيان شول.
يوه ځانمرګي يرغلګر نن  له غرمې مخکې  د١١بجوپه شاوخوا کې له چاوديدونکو توکو څخه ډک موټر ته د بهرنيو ځواکونو کاروان ته څېرمه چاودنه ورکړه.
د قندهار ولايت يوه امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل  چې په دې ځانمرګي بريد کې ١١ تنه ماشومان ووژل  شول او د٥ تنو رومانيايي عسکرو په  ګډون  ١٦تنه نور ټپيان شول .
دغه ماشومان  دپېښې سيمې ته څېرمه د اسلامي علومو د يوې مدرسې  زده کوونکي دي.
دغه پېښه  په دامان ولسوالۍ کې د قندهار هوايي ډګر ته څېرمه  چېرته  چې رومانيايي عسکر دېره دي رامنځته شوې ده.
په همدې حال کې د قندهار  د ولايتي روغتون ډاکترانو   د دغه ځانمرګي بريد دڅلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
تراوسه پورې د دغه ځانمرګي بريد مسووليت  چاپه غاړه نه دى اخېستى خو د قندهار امنيتي  خبرځايونه وسله وال طالبان د دغه بريد عاملين بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته