په قندهار کې د پېژند پاڼو په اړه شوي شکایتونه څېړل کېږي
قندهار باختر د تلې ۲ مه
د لویې څارنوالۍ د نظارت د مسوول نور هادي هادي په مشرۍ قندهار ولایت ته یوه شپږ کسيزه پلاوی سفر وکړ څو په دغه ولایت کې د پېژند پاڼو په اړه شوي شکایتونه وڅېړي.
د باختر اژانس د سیمه ېيز خبریال د خبر له مخې؛
په دغه پلاوي کې د ملي امنیت لوی رياست، کورنيو چارو وزارت، د ټاکنو خپلواک کمېسيون، د احصاېيې ملې اداره او د مرکزي ادارې د ثبت اواحوال وګړى استازي شامل دي.
یاد پلاوی لومړی په دغه ولایت کې د قندهار له والي تورن جنرال زلمي وېسا سره وکتل او له هغه څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د قندهار والي هم ورغلي پلاوي ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د ولایتي ادارې په استازیتوب د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ .
ويسا ټينګار وکړ چې، دغه موضوع دې په دقت سره وڅېړل شي ترڅو ټولو ته څرګنده شي چې څومره پېژند پاڼې جوړې شوي؟څو مره اصلي او څومره جعلي دي؟ هغه له پلاوي څخه وغوښتل چې د خلګو شکایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د هغوی ستونزې هم واوري .پای/وصال