روغتیا

په قندهار کې د پوليو درې ورځنی کمپاين پيل شو

قندهار باختر د زمري د میاشتې ۲۳ مه
په قندهار ولایت کې د کوزڼ ناروغې د مخنيوي  په موخه د واکسيناسيون درې ورځنی کمپاين پیل شو
د قندهار د والي مرستيال عبدالحنان منيب د پولیو پر ضد مبارزه کې د عامي روغتیا ریاست او اړوندو موسساتو هلي ځلي وستايلې او زياته يې کړه چې د دولت ټول ملکي او نظامي ارګانونه په دغه برخه کې همکار دي.
منيب دغه راز د یو شمېر کړیو د منفي تبلیغاتو په وړاندي غبرګون وښود او زیاته یې کړه چې د پولیو په وړاندي مبارزه کومه سیاسي پروسه نه،بلکې انساني او روغتيايي پروسه ده .
د قندهارولايت د عامي روغتیا رياست سرپرست محمد عظيم زمريال باختر اژانس ته وويل چې د ګوزڼ ناروغۍ ګواښ په ټول افغانستان او په تيره بیا جنوب لوېديځه حوزه کې لا هم شته چې د له منځه وړلو لپاره یې موږ خپل ټول امکانات په کار اچولي دي.
زمریال زیاته کړه چې په نوي کمپاین کې به  پنځه سوه اووه پنځوس زره او درې نوي ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبيق شي.
د عامي روغتیا رياست سرپرست د پولیو په وړاندي په مبارزه کې د دیني عالمانو پر رول ټينګار وکړ او ويې ويل چې د دغې وژونکي ناروغۍ په له منځه وړلو کې بايد ټول خلک ونډه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته