امنیت

په قندهار کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه

کابل / د وږي ٢٧مه / باختر
پوځيانو نن سهار د قندهار په ګڼ مېشتو لارو کې ١٦ ځاى پرځاى شوي ماينونه، د خلکو په همکارۍ کشف او شنډ کړل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې طالبانو غوښتل د دغو ماينونو په ښخولو سره پر ملکي وګړو بريد وکړي او د خلکو ترمنځ د ويرې او ډار سبب شي، خو بريالي نه شول.
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي او وسله والو طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته