امنیت

په قندهار کې د ماين چاودنې درې ملکيان شهيدان کړل

 کابل / د زمري ١٣مه / باختر
درې ملکي وګړي تېر ماښام په قندهار کې د ماين په چاودنه کې شهيدان شول.
د قندهار د والي وياند بهير احمدي رسنيو ته وويل: دغه کسان هغه وخت شهيدان شول چې د دوى د سپرلۍ موټر د دغه ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ په معينان کلي کې پر ښخ کړاى شوي ماين وخوت.
احمدي زياته کړه: په چاودنه کې د موټر درې سپرلۍ شهيدانې او درې نور يې ټپيانې شوې.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته