خبرونهښوونه او روزنه

په قندهار کې د قراردادي ښوونکو رقابتي آزموینه واخیستل شوه

۳۳- کابل / د مرغومي ۹ مه / باختر
د قندهار د پوهنې رییس وايي چې په دغه ولایت کې د قراردادي ښوونکو د ګومارنې په دوام ۸۵۰ ښوونکي رقابتي آزموینه ورکړه.
د قندهار د پوهنې ریاست اداري آمر جمال ناصر اصلان باختر آژانس ته وویل چې په دې آزموینه کې د لوړو او نیمه لوړو زده موسسو او د لېسو فارغانو ګډون وکړ چې په یو شفاف بهیر کې د بولدک ولسوالۍ د ښوونځیو لپاره په شرایطو برابر۲۵۰ تنه او ۱۰ تنه نور د دامان ولسوالۍ په ښوونځیو کې د قراردادي ښوونکو په توګه ګومارل کېږي.
هغه وویل چې له دې آزموینې وروسته به په ښوونځیو کې د تحصیلي څانګو له مخې وړ او مسلکي کسان به په شفاف او عادلانه توګه استخدام شي او د دغو ښوونکو په استخدام سره به د یادو ولسوالیو په ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت ستونزې لرې شي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته