-کابل – باختر د لړم دمياشتې١٦
وسله والو طالبانو تيره شپه له څو استقامتونو څخه په قندهار کې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې دهغوى بريدونه په شاوتمبول شول.
دقندهار دوالي وياند صميم خپلواک باختر اژانس خبريال ته وويل :دامنيتي ځواکونو له خوا ددغو بريدونو دشنډولو په بهير څلور تنه يرغلګر طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: دقندهار ولايت دنيش ولسوالۍ په شارک سيمه کې نوې امنيتي پوستې جوړې شوې دي خپلواک وايي دقندهار امنيتي حالت ښه دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ