امنیت

په قندهار کې د بينوا د خبري سايټ مسوول له بند څخه خوشي شو

کابل باختر دغبرګولي  دمياشتې  ٣٠:
په قندهار کې  دبينوا دخبري سايټ مسوول   بند څخه  خوشي شو
خالد هادي حيدري د قندهار د والي توريالي ويسا په لارښوونه  ددغه ولايت  له هوايي ډګر څخه نيول شوى  و.
د قندهار والي وايي  چې دغه خبريال  د خبريالۍ  له اصولو اوله حقيقت څخه لرې   مطالب  دده  د ادارې پرخلاف خپاره کړي دي   او په دې ډول يې په شخصيت  وژنې لاس پورې کړى دى.
د قندهاردوالي ويندوى مينه وال دباخترآژانس خبريال ته وويل : چې دبينوا دخبري سايټ مسوول  حيدري  دقندهار له والي څخه دبخښنې له غوښتنې وروسته   له بند څخه خوشي شوى دى.
ده وويل : چې دغه خبريال  ژمنه کړې ده چې  دى به نور دخبريالۍ داصولو  پرخلاف  فعاليت نه کوي .
خو خالد هادي حيدري وايي  چې ده  دخبريالۍ داصولو پرخلاف  او له حقيقت څخه يې لري هيڅ کار نه دى  کړى او هيڅکله يې هم دخپلو کارونو له امله  دقندهار له والي څخه بخښنه نه ده غوښتې.
د قندهار دسيمه ييزو مسوولينو له  خوا د دغه خبريال نيول کيدل  دبيلابيلو رسنيو  او  د مدني ټولنو دمرکزونو   دغبرګونو سبب  شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته