په قندهار کې د اوبولګولو یو کانال جوړ شو
کابل / د غبرګولي ٢۶مه / باختر
په قندهار کې د ٢٩ میليونو افغانيو په لګښت د ۵ زرو ۱۶٧مترو په اوږدوالي د اوبولګولو د یو کانال د جوړولو کار بشپړ شو.
دغه کانال د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د ساحوي پروګرامونو د سمون د دفتر د آسيايي پرمختيايي بانک په مالي ملاتړ د قندهار د ارغنداب ولسوالۍ په حاجيانو کلي کې جوړ کړى دى.
د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د دغې پروژې له ښیګڼو څخه د سیمې ۲۳ زره ٨٠٠ کسان برخمن شوي دي.
د يادونې وړ ده چې دغه کانال ۵ زره ٧٠٠ جريبه زراعتي ځمکه خړوبوي.
ختم-ج-ا