اقتصاد

په قندهار کې د ابولګولو یو کانال جوړېږي

کابل / د وري ۱۹مه / باختر
په قندهار کې د اوبولګولو د یو کانال په جوړېدو سره، د سلګونو جریبه کروندو د اړتیا وړ اوبه برابرېږي.
دغه کانال د ۵۰۰ متره په اوږوالي په ارغنداب ولسوالۍ کې جوړېږي او ټاکل شوې ده تر یوې بلې میاشتې پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه کانال د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت جوړوي.
د قندهار د کلیو د بیارغاونې او پراختیا ریاست باختر آژانس ته وویل چې د دغه کانال په جوړولو سره د کروندګرو ۱۵۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته