کابل باختر د چنګاښ دولسمه :
دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ اوميوند په ولسواليو کې تيره شپه په ګډو محاربوي او چاڼيزو عملياتو کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په جنوب کې د ٢٠٥ اتل قول اردو وياند ډګرمن محمد محسن سلطاني دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات دملي اردو دځواکونوله خوا دقندهار ولايت د شاه ولي کوټ اوميوند دولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې اته وسله وال طالبان ووژل شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې ، ددغو عملياتو په بهير کې څلور تنه موټرسايکلونه ، يوزيکو يو ، ددسي توب يوه ګولۍ او اته ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ