امنیت

په قندهار کې ديو لړ تروريستي بريدونو مخه ونيول شوه

کابل باختر دمرغومى  پنځه ويشتمه :
په قندهار ښار کې دتروريستي بريدونو دترسره کولو لپاره دوسله والو طالبانوطرحه ناکامه شوه .
دغې ډلې غوښتل چې له يوه ځانمرګي يرغلګراو په بمونو بار له دوو موټرسايکلونو څخه  په استفادې سره دقندهار ښار په  يوه ګڼ ميشته سيمه کې دملکي وګړو خونړۍ بريد وکړي .
  دقندهار ولايت  دملي امنيت مامورينو دتروريستي بريدونو پنځه تنه  سازمان ورکوونکي او يوځانمرګى يرغلګر چې غوښتل  يې دغه بريدونه ترسره کړي ؛ نيولي دي .
دقندهار ولايت درسنيودفتر  باخترآژانس ته  ديوې خبرپاڼې  په ليږلو سره  ويلي  دي چې له دغو  شپږو تنو تروريستانو څخه په لسګونو سپک او درانده  جنګي وسايل ،  په بمونو بار دوه موټرسايکلونه ، لاسي بمونه ، دتوغندي او هاوان په لسګونو ماينونو او يوه اندازه  له ځانه جوړ شوي ماينونه  ترلاسه شوي دي .
خبرزياتوي چې دملي امنيت دمامورينو له خوا د دغو شپږو تنو تروريستانو په نيول کيدو سره دقندهار ښار  په ګڼ  ميشتو سيموکې  ديو لړ مرګانيو  بريدونو  مخه نيول شوې ده .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته