کابل باختر دمرغومي شپږويشتمه
دقندهار ولايت دميانشين ولسوالۍ په سړک کې پرون د ښخ کړاى شوي ماين دچاودنې له امله ديوې کورنۍ څلور تنه غړي ووژل شول .
دقندهار ولايت دميانشين ولسوال روزي خان باختر اژانس ته وويل دغه پيښه تيرماښام ددغې ولسوالۍ په تنکي سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو شخصي موټر چې ټولې سپرلۍ يې ملکي وګړي او ديوې کورنۍ غړي وو په واټ کي په ښخ کړاى شوي ماين وخوت .
دده دڅرګندونو له مخې په دې چاودنه کې دوه ښځې ، يونارينه او يو ماشوم و وژل شول
دميانشين ولسوال وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل او وي ويل چې دوى په سړکونوکې دبمونو په ښخولو سره زياتره ملکي وګړي وژني .
0 د یوې دقیقې څخه لږ