کابل باختر د غبرګولي درې ويشتمه :
دملي اردو سرتيرو درې ماينونه دقندهار ولايت دارغنداب ولسوالۍ په لاره کې کشف او شنډ کړل .
دغه ماينونه دسيمې دخلکو په همکارۍ په ارغنداب ولسوالۍ کې کشف او شنډ شول .
په جنوب کې دملي اردو يومقام باختر اژانس ته خبرورکړ: طالبانو غوښتل په دغو ماينونو سره پرملکي خلکو مرګاني تروريستي بريدونه وکړي خو موخې ته له رسيدو مخکې دملي اردو دځواکونو له خوا کشف او شنډ شول .
2 د یوې دقیقې څخه لږ