په قندهار کې دوسله والو کسانو دډزو له امله دوه تنه ووژل شول

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٢ :
  ديو ملکي وګړي په ګډون دوه تنه  په قندهار ښارکې  دناپيژندل شويو وسله والو کسانو دډزو  له امله   ووژل شول.
دغه پيښه نن سهار دنهو بجو په شاوخوا کې  هغه وخت رامنځته شوه چې ناپيژندل شويو وسله والول کسانو   دپوليسو په يوه مامور ډزې و کړې .
دقندهار ولايت يوه امنيتي مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې ددغو ډزو  له امله يو امنيتي مامور او يو ملکي وګړى ووژل شول.
عيني شاهدان وايي  چې يرغلګرو  له ډزو وروسته له ساحې څخه وتښتيدل .
تراوسه پورې ديرغلګرو هويت   مشخص شوى نه دى . خو امنيتي مسوولين وايي:  په زيات ګومان بريد کوونکي  دطالبانو  دډلې له افرادو  څخه وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته