امنیت

په قندهار کې دوسله والو طالبانو دسپرلۍ په کاروان دپاڅون کوونکو مرګانى بريد

 کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٢ :
دوګړ نيو پاڅون کوونکو او دوسله والو طالبانو ترمنځ دنويو نښتو له امله   اووه تنه ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان شول.
دغه جګړه تيره شپه ناوخته دميوند ولسوالۍ  دمير قلعه په کلي کي له  هغه وروسته پيل شوه چې د وګړنيو پاڅون کوونکو وسله والو طالبانو  دډلې  دافرادو دسپرلۍ په  کاروان بريد وکړ .
دقندهار ولايت  د امنيې قوماندانۍ وياند ضيادراني دباخترآژانس خبريال ته وويل    چې په دې  جګړه کې څلور تنه وسله وال طالبان  او درې تنه پاڅون کوونکي ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان شول.
ددغې جګړې په بهېرکې امنيتي ځواکونو دپاڅون کوونکو مرستې ته  ور  ودانګل .
په ټپيانو کې  درې تنه پاڅون کوونکي ، يو پوليس او اووه تنه وسله وال طالبان      شامل دي .
دقندهار د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې دوسله والو طالبانو پرخلاف  دميوند ولسوالۍ  دخلکو له پاڅون څخه وروسته دغې ډلې ته دسرزيات زيان اوښتى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته