امنیت

په قندهار کې دملي اردو دځواکونو په عملياتو کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول

کابل باختر د جدي نهه ويشتمه :
د ٢٠٥ اتل قول اردو دقوماندانۍ دعامه چارو آمر دګرمن  محمد محسن سلطاني دباختراژانس خبريال ته وويل : دغه عمليات دملي اردو دځواکونو له خوا دقندهار ولايت دميوند اوژيړي دولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول   او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغو عملياتو په بهيرکې  دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
خبرځاى زياته کړه چې دغه عمليات ددغې ولسوالۍ  دناامنو ساحو د پاکولو په مقصد ترسره  شول اودطالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه دساحو ترپاکولو پورې دوام لري . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته