امنیت

په قندهار کې دماين دچاودنې له امله يو ماشوم ووژل شو.

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ٢٣ :
په قندهارولايت کې  دماين دچاودنې له امله يو ماشوم ووژل شو.
دغه پيښه پرون له غرمې  وروسته دميوند ولسوالۍ دعظيم کاريز په سيمه کې هغه وخت وشوه چې  ماشومان له سيمې څخه دتيريدو په حال کې وو.
دقندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باختراژانس ته وويل ددغې چاودنې له امله  يو ماشوم ووژل شو او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
دقندهار دوالي ويندوى وسله وال طالبان ددغه ماين ايښودنې مسوول وبلل او ويې ويل  چې ددغې پيښې دعاملينو دموندلو لپاره هڅې پيل شوي دي.
په همدې حال کې په ميوندولسوالۍ کې ډاکترانو دټپي ماشومانو روغتيا يي حالت خراب بللي دي.
په افغانستان کې وسله والو طالبان په ګڼ ميشتو لارو کې دماينونو په ايښودلو لاس پورې کوي چې دچاودنې له امله يې زياتره ملکي وګړي قرباني کيږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته