امنیت

په قندهار کې دماين دچاودنې له امله يو تن شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول

کابل باختر د لړم  نهمه :
  دقندهار ولايت  په يوه واټ کې پرون  دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله يو ملکي وګړى  شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول .
دقندهار دوالي وياند صميم خپلواک  دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دملکي وګړو دسپرلۍ يو موټر  دقندهار ولايت  په نيش ولسوالۍ کې  په سړک کې  په ښخ کړى  شوي ماين وخوت او  دچاودنې له امله يو ملکي وګړى شهيد او  دوه تنه نور ټپيان شول .
  دپيښې ټپيان دپوليسو په همکارۍ روغتون ته ليږدول شوي او دروغتون دمسوولينو دڅرګندونوله مخې  ددواړو ټپيانو روغتيايي حالت  خراب  بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته