کابل باختردغبرگولي دمياشتې ٨ :
په قندهار ولايت کې دماين دچاودنې له امله دپوليسو يو افسر شهيد او پنځه تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه نن سهار داوو بجو په شاوخوا کې په قندهارښارکې هغه وخت رامنځته
شوه چې دپوليسو دسرتيرو دسپرلۍ په موټر دماين چاودنه وشوه.
دقندهار ښار يو امنيتي مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل ، په دې چاودنه کې دپوليسو يو افسر شهيد او پنځه تنه نور ټپيان شول.
ده وسله وال طالبان ددغه ماين ښخونې مسوول وبلل او ويې ويل : چې امنيتي ځواکونو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره هڅې پيل کړې دي.
په همدې حال کې دقندهار ښار ميروس روغتون ډاکترانو د دوو تنو پوځيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ