په قندهار کې دطالبانو ددوو تنو قوماندانانو وژل کېدل او نيول کېدل

کابل باختر د تلي شپږ ويشتمه
  په قندهار ولايت کې دپوځي عملياتو په بهير کې د وسله والوطالبانو يو جګپوړي  قوماندان  ونيول شو .
دجګړه  مارانودغه مشهور  قوماندان نن کله چې يو لړ تروريستي بريدونو ته په سازمان ورکولو بوخت و په پټنځاى يي دافغان پوځيانو او دناتو دځواکونو له خوا بريد  وشو او ونيول شو .
ناټو وايي چې دغه قوماندان په قندهار ولايت کې دماينونو اوبمونو د ښخولو او ځانمرګو بريدونو ته دسازمان ورکولو په ګډون د زياترو تروريستي بريدونو درهبري مسووليت په غاړه درلود .
په دغو پوځي عملياتوکې په دغه قوماندان پوري اړوند څو تنه نور هم نيول شوي دي دغه راز  ناتو باختر اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره وايي چې په قندهار کې د طالبانو سيمه ئيز قوماندان ملا قادر په پوځي عمليات کې ووژل شو .
  ملا قادر چې ويل کېږي په قندهار کې يي دځينو تروريستي بريدونو درهبري مسووليت په غاړه درلود پرون دتروريستي  فعاليتونو په بهير کې دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونوله خوا بريد وشو .
ددغې خبرپاڼې دمعلوماتوله مخې  ددغو عملياتو په بهير کې  څو تنه نور طالبان هم وژل شوي او نيول شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته