روغتیا

په قندهار کې دجنوب زون د واکسيناسيون د مرکز د بنسټ ډبره کيښودل شوه

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې  ١٠ :
په  قندهار ولايت کې  د  واکسيناسيون د مرکز   د بنسټ   ډبره  کيښودل شوه.
دغه مرکز  ديونسف ادارې له  خوا د  لومړي ځل لپاره  د جنوب  زون په کچه  جوړيږي
د قندهار ولايت  دعامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالقيوم   پخلا د باخترآژانس خبريال ته وويل :  په دغه مرکز کې به  د پوليو واکسين سربيره  دنري رنځ ،  تور ټوخي ، شيري  او د والګي په ګډون  د  نورو خطرناکو ناروغيو  واکسين هم تطبيق   شي .
خبرځاى  زياته   کړه  دغه   مرکزد روغتيايي علومو  د انسټيټوت  ترڅنګ د  درې جريبه ځمکې په ساحه کې  جوړيږي   چې په   ودانۍ  کې يې   کاري   خونې او  نور  ملحقات شامل دي  چې د جوړولو کار به   يې په شپږو  مياشتو کې   بشپړ  او ګټې اخيستنې ته وړاندې شي .
پخلا زياته کړه  دغه   مرکز  د  وينې د  معاينې ، د  وينې د  زيرمې  او د واکسيناتورانو لپاره دمسلکي زده کړې خونې   لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته