په قندهار ښار کې په مرموز ډول ددوو ځوانوميرمنو وژل کيدل.

کابل باختر د غبرګولي اوولسمه :
ددوو ځوانو ميرمنو مړي په قندهار ولايت کې تر لاسه شوي دي.
دغه ميرمنې په مرموز ډول وژلې شوې دي.
درارسيدلو خبرو نو له مخې : ددغو ميرمنو مړي پرون نا وخته په قندهار ښار کې تر لاسه شوي دي.
دقندهار والي وياند صميم خپلواک دباختر آژانس خبريال ته وويل چې تر اوسه پورې ددغو ميرمنو د وژل کيدو انګيزه او دعاملانو هويت نه دى په ډاګه شوى.
ده وويل چې ددغې پيښې د څرنګوالي په اړوند دپوليسو څيړنې او پلټنې پيل شوي دي.