اقتصاد

په قندهار ښار کې په سلګونو متره سړکونه قيرکېږي

-کابل/ دچنګاښ ٣١مه /باختر:
په قندهار ښار کې د سلګونومترو سړکونو د قيرکولو کار  پيل شو.
دغه سړکونه  د يوزرو يوسلو پنځوسو مترو په اوږدوالي او اتومترو په سور سره د قندهار ښار د نهمې ناحيې په مربوطاتو کې د قندهار د ښاروالۍ له خوا قير کېږي.
د قندهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي، چې د دغوسړکونوپه اوږدو کې ويالې هم  جوړېږي.
د دغوسړکونو په پخولوسره  د قندهار ښار خلکوته اسانتياوې برابرېږي.
  ختم _ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته