ښوونه او روزنه

په قندهار پوهنتون کې حقوقي کلینیک پرانستل شو

قندهار باختر د لیندۍ د میاشتې ۶ مه
د قندهار پوهنتون د حقوقو او شرعياتو پوهنځيو محصلانو ته په دغه پوهنتون کې حقوقي کلينيک پرانیستل شو.
چارواکي وايي چې د دغه حقوقي کلينک په فعالیدو سره به د محصلانو ظرفیت لوړ او په علمي ډول سره به ورته د زده کړو زمینه برابره شي.
ښوونکي په دې آند دي چې د هېواد په محصلانو کې هر ډول وړتيا شته، خو دعلمي زده کړو پر ځای نظري زده کړې د دې لامل شوي چې له فراغت وروسته د دوی د کار پر وړاندې خنډ جوړ کړي.
دوی وايي چې دغه حقوقي کلینک به له محصلانو سره مرسته وکړي، څو د نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې هم وکړي.
هغوي زیاتوي چې تيوري زده کړې ډېر وخت په حافظه کې نه پاتې کېږي او هر هغه څه چې په عملي ډول سره زده کړل شي، نو د عمر تر پايه په حافظه کې وي.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د قندهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي رېیس فضل خالق للموال په خپله وينا کې وویل چې دغه حقوقي کلینیک به د عدلي او قضایي ارګانونو سره په همکارۍ د قضيو په حلولوکې عامو خلګو ته هم مشورتي خدمات وړاندې کړي.
په ورته وخت کې بيا د قندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب وویل چې ولایتي اداره هڅه کوي، څو محصلانو ته د ښو زده کړو زمینه برابره کړي.
هغه له محصلانو څخه وغوښتل چې په خپلو زده کړوکې ډېر زیار وباسي، څو له نړيوالو سره د زده کړو له لارې ځان سيال کړو.
د قندهار پوهنتون علمي مرستیال شېرشاه رشاد بیا د حقوقي کلینیک پرانیستل یو ښه ګام وباله او زیاته یې کړه چې زده کړې د هېواد د پرمختګ او د سولې د تامین تر ټولو اغېزمنه لار ده.
د یادونې وړ ده چې د هېواد په ټولو دولتي پوهنتونو کې د عملي زده کړو پر ځای تيوري زده کړې زياتې دي، چې دغې چارې محصلان له ګنو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته