‘– په قندهار ولایت کې د سولی د ټینګښت او د شخړو د هواري په اړه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړشو
کابل باختر د وري اتمه :
د سولی او ثبات د تامین او د شخړودحل د لارو چارو موندلو په خاطر د جنوب لویدیځ زون د ښځو استازو غونډه د سولی دعالی شورا د مرستیالې په ګډون د وری میاشتی په ۵ نیټه د کندهار د ښځو چارو ریاست په تالار کې جوړه سوه. ویناوالو جګړه او تاوتریخوالی د سولی په ټینګښت او د ښځو د حقوقو په رعایتولو کې ستر خنډونه وبلل او د سولې او ملي پخلاینی د تامین لپاره یی د اغیزمنو هڅو غوښتنه وکړه .
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوي دي.
په ورکشاپ کې د کندهار دسولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي شیر احمد حقیار د سولې او ملي پخلاینې تامین په کار کې د ښځو ونډه په بشپړه توګه بیان کړه.
د ورکشاپ دکارپه دوام د سولې عالي شورا مرستیالې ډاکټری حبیبه سرابي د سولې په عالی شورا کې د ښځو د ونډې د زياتولواوبدلونونو په باب خبرې وکړې او بیا یی د یوې پریزنتیش په وړاندې کولو سره د ملګرو ملتو د ۱۳۲۵ پریکړه لیک چی ډیره برخه یی د ښځو د حقونو په اړره دی وړاندې او له برخه والو څخه یی غوښتنه وکړه چی د سولې پروسې په پیاوړتیا کې کار وکړي. د ورکشاپ په وروستی برخه کی ګروپي کار تر سره شو چی ګډونوال په څلورو ګروپونو وویشل شول او جوړو شوو پوښتنو ته یی ځوابونه وویل او خپل نظرونه یی له یو بل سره شریک کړل.