امنیت

په قندهار ولايت کې په دوو جلاجلا پيښوکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو تن بل ټپي شو

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٠
په قندهار ولايت کې نن د ماين د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول.
دقندهار ولايت ويندوى صميم خپلواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: پيښه نن د قندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت رامنځته شوه چې د ملکي وګړو د سپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت او له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول.
د يوبل خبرله مخې: په قندهار ولايت کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې يو طالب ووژل شو او يو تن بل ټپي شو.
د قندهار ولايت ويندوى صميم خپلواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه تيره شپه له هغه وروسته ونښته چې وسله والو طالبانو د معروف ولسوالۍ په مربوطاتوکې د پوليسو په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې جګړه ونښته او له امله يې يو طالب ووژل شو او يو تن بل ټپي شو.
د قندهار ولايت د معروف ولسوالۍ د دغه ولايت يوه نا امنه ولسوالي ده چې طالبان پکې پراخ نفوذ لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته